په ميدان وردګو کې د اوبو رسولو درې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۴ل)
د ميدان وردګو د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست ويلي چې په سيدآباد او چک ولسواليو کې د ۲۳،۷ ميليونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژو کې درې ژورې څاګانې کيندل شوي، د ۴۰ متره مکعب په ظرفيت درې زېرمې جوړې شوي، ۳۱۰ شيردهنونه نښلول شوي او له ۳۰ زرو مترو څخه زيات پایپ غځول شوی دی.
د چارو پر مهال لسګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه او اوس د دغو شبکو له بشپړېدو سره نږدې ۶۵۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.



