کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ ټینګار کړی، چې د فلسطین تر بشپړې آزادۍ به د اشغالګرو پر وړاندې خپل مقاومت ته دوام ورکوي.
د حماس د سیاسي دفتر لوړ پوړي غړي “عزت الرشق” ویلي، که هر څومره صهیونیستي رژیم د وحشت او وژنو سیاستونه تعقیب کړي، د فلسطیني ملت د آزادۍ اراده او مبارزه به هېڅکله ماته نه کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د مقاومت د شهیدانو وینه به ضایع نه شي، بلکې د فلسطین د قضیې د لا پیاوړتیا او د اشغال د پای ته رسېدو لامل به ګرځي.
حماس پر اسلامي او عربي هېوادونو هم یوځل بیا غږ کړی، چې د فلسطین د مظلوم ولس ملاتړ ته نور هم ور ودانګي او د صهیونیستي رژیم د جرمونو پر وړاندې ګډ دریځ خپل کړي.


















