ټولګټو وزارت: تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۹۸ زره مټریک ټنه توکي انتقال شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت وايي، د تېـرې اوونۍ په ترڅ کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال (۹۷۵۲۲) مټریک ټنه نفتي، غیرنفتي او نور توکي وارد او صادر شوي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د حیرتان بندر له لارې (۷۳۸۲۵) ټنه، د آقینې له لارې (۲۰۴۲) ټنه، د تورغونډۍ له لارې (۱۵۰۶۷) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۶۵۸۸) ټنه توکي لېږدول شوي دي. همداراز په دغه موده کې (۳۲۷) ټنه توکي صادر شوي، چې ډېره برخه یې وچه مېوه او د آنارو جوس جوړوي.

وزارت وايي هڅې کوي چې د لا ډېرو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط او سهولتونه برابر کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button