د حماس او اسراییل پلاوي سبا په مصر کې د ټرمپ د سولې د طرحې پر سر خبرې کوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۴ل)

د مصر د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی، چې سبا دوشنبه به د اسراییلي او د حماس د استازو پلاوي په دغه هېواد کې د خبرو لپاره سره راټول شي، څو د امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د طرحې په اړه بحث او خبرې وکړي.
د وزارت په وینا، تمه ده چې دغه خبرې د منځګړو له لارې ترسره شي، او دا به د سيمه‌ييزو او نړيوالو هڅو يوه برخه وي، چې موخه یې د ټرمپ د طرحې عملي کول دي.
له دې وړاندې دواړو لوريو څرګنده کړې چې د سولې خبرو ته چمتو دي، خو لا هم د هغوی ترمنځ ځينې اختلافونه پاتې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button