خلیل الحیه: د شهیدانو وینه به د امت د بریا او د قدس د آزادۍ لار پرانیزي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د مذاکره کوونکي پلاوي مشر “خلیل الحیه” د صهیونستي رژیم له لوري پر دوحې تر برید وروسته په لومړي ځل د یو ویډیویي پیغام په خپرولو سره را څرګند شو.
الحیه ویلي، چې د خپلو اولادونو او د غزې د شهیدانو ترمنځ هېڅ توپیر نه کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د شهیدانو وینه به د امت د بریا، د قدس د آزادۍ او د غزې د ژغورنې لار پرانیزي.
دغه څرګندونې په داسې وخت کې شوې، چې څو اوونۍ وړاندې پر دوحې برید کې د الحیه یو شمېر ملګري او خپلوان شهیدان شوي وو.



