کورنیو چارو وزارت د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۸ تنه نیولي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وايي، د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د غلا، قمار، نشهيي موادو او ناقانونه وسلو د ساتلو په تړاو ۲۸ تنه نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې سپارلي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په هلمند کې اته تنه د موټرسایکلونو او موټر د غلا په تړاو، په کندوز کې اوه تنه د جوارګرۍ، په ننګرهار کې پنځه تنه د نظامي یونیفورم په استفادې د وسلهوالې غلا، په غزني کې پنځه تنه د چرسو او موټرسایکل د غلا، په فاریاب کې یو غل او په هرات کې دوه تنه د شاوخوا ۶۷ زره افغانیو د غلا په تړاو نیول شوي دي.
همداراز د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ پولیسو درې میله ناقانونه وسله هم کشف او ضبط کړې ده.
وزارت وايي، امنیتي ځواکونه د جرمونو د مخنیوي او د قانون د حاکمیت د ټينګښت لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کوي.



