یمني ځواکونو د صهیونیستي ريژیم پر مهمو پوځي اهدافو د «فلسطین-۲» هایپرسونیک توغنديو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۴ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو اعلان کړی ،چې د فلسطین د مظلوم ولس او مقاومت د ملاتړ په موخه یې د صهیونیستاتو پر ضد نوي پوځي عملیات ترسره کړي دي.
د اعلامیې له مخې، د یمني پوځ د توغندیو ځواک د «فلسطین–۲» په نامه فوقالصوتي (هایپرسونیک) څو سرلکه لرونکي بالستیک توغندي اشغال شوي بیتالمقدس کې پر څو حساسو هدفونو ویشتلي دي
د یمن پوځ وایي، دغه عملیات د الله په فضل سره بریالي ترسره شوي او د صهیونستي یرغلګرو میلیونونه کسان د ویرې له امله پناهځایونو ته تښتېدلي دي.
اعلامیه زیاتوي، د یمن وسلهوال ځواکونه د غزې حالات له نږدې څاري او د مقاومت له همغږۍ سره به د وضعیت له پرمختګ سره سم لازم میدانې ګامونه پورته کړي، څو د فلسطین د مظلوم ولس غوښتنې پوره شي.
په پای کې ټینګار شوی، چې د یمن ملاتړیز عملیات به تر هغو دوام لري، تر څو یرغل پای ته ورسېږي او د غزې محاصره ختمه شي.



