ذ.مجاهد: کندهار کې د هېواد د ټولو والیانو او ولسوالانو لپاره درې ورځنی سیمینار پیل شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۳ تله، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد ويلي، چې په کندهار ولایت کې د هېواد په کچه د ټولو والیانو او ولسوالانو لپاره درې ورځنی سیمینار پیل شوی دی.

د ښاغلي مجاهد په وينا، په دغه سیمینار کې به ګډونوالو ته د دندو د لا ښه ترسره کولو، د قوانینو د سم تطبیق، او له خلکو سره د ښه چلند د اهمیت په اړه معلومات ورکول کېږي او لارښوونې ورته وړاندې کېږي.

د سیمینار موخه دا بلل شوې چې د امارت د محلي مسوولینو اداري وړتیاوې لوړې، د خدماتو کیفیت ښه او له ولس سره د همغږۍ فضا نوره هم پیاوړې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button