په اروپا کې د غزې د نسلوژنې پر ضد له ۴۵ زرو زياتې مظاهرې شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ تله، ۱۴۰۴ل)
د «ايبال» په نوم اروپايي–فلسطيني رسنيز مرکز ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې يې د اسرائيلي پوځ د غزې پر ضد د بريدونو پر مهال له ۴۵ زرو زياتې مظاهرې او فعالتونه په نږدې ۸۰۰ ښارونو کې ثبت کړي دي. دا مظاهرې د ۲۵ اروپايي هېوادونو په کچه ترسره شوې دي.
د مرکز مشر رائد صلاحات ويلي، اروپايي ټولنې په لومړيو کې د غزې جګړې له تاوتريخوالي سره د احساساتو پر بنسټ غبرګون وښود، خو وروسته دغه ولسي خوځښت سياسي بڼه خپله کړه او د اروپايي سياست پر پرېکړو يې اغېز وکړ. د ده په وينا، د ګڼو ګوندونو او کارګرو اتحاديې د فلسطينيانو د ملاتړ لپاره د دغو مظاهرو برخه ګرځېدلې دي.
د ايبال د څارنې او تعقيب څانګې له مخې، ايتاليا د ۷۶۴۳ مظاهرو او فعالتونو په ترسره کولو سره لومړی، جرمني د شاوخوا ۷ زرو مظاهرو سره دوهم او هسپانيا د ۵۸۸۶ مظاهرو په ترسره کولو سره درېيم مقام خپل کړی دی.
دغه فعاليتونه د اسرائيلو د محاصرې او پوځي يرغل پر ضد شوي، چې له امله يې د غزې د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې تر اوسه له ۶۷ زرو زيات فلسطينيان وژل شوي او نږدې ۱۷۰ زره نور ټپيان دي.



