ایران د هر ډول امریکایي برید په ځواب کې د اسراییل او سیمه‌ییزو اډو په نښه کېدو خبرداری ورکړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د ایران یو لوړپوړي چارواکي اعلان کړی چې که امریکا پر ایران پوځي برید وکړي، تهران به دا هره حمله د «بشپړې جګړې» په توګه وبولي او په «سخت‎ترین امکان لرونکي» غبرګون به ځواب ووایي. د دې چارواکي په وینا، ایران ټول پوځي چمتووالی لوړی کړی او د بدترين سناریو لپاره چمتو دی.

په ورته وخت کې، بل ایرانی ځواکمن مقام خبرداری ورکړی چې که امریکا د ایران د مشرتابه پر مهمو هدفونو برید وکړي او یا د ایران خاوره تر پښو لاندې کړي، نو تهران به د امریکا په سیمه‌ییزو پانګو او پوځي اډو هم بریدونه وکړي.

په عين حال کې امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د منځني ختیځ لوري ته د پوځي ځواک لېږدونې پلان اعلان کړی، خو ویلي یې دي چې هیله لري جګړې ته اړتیا پیدا نشي.

مربوطه مطالب

Back to top button