د سوډان جګړه؛ د چټک غبرګون ځواکونو الفاشر ښار نیولی

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د سوډان د دارفور ایالت مهم ښار الفاشر د چټک غبرګون ځواکونو (RSF) لاس ته لوېدلی دی.

په الفاشر ښار کې د سوډاني حکومت مهمې پوځي اډې، یو پوځي هوایي ډګر او د وسلو او مهماتو ګڼې زېرمتونونه موجود دي.

دغه ښار له تېرو اتو میاشتو راهیسې د چټک غبرګون ځواکونو له‌خوا کلابند و.

د سوډان د پوځ ویاند “نبیل عبدالله” د الفاشر ښار سقوط منلی او ویلي یې دي چې ښار د چټک غبرګون ځواکونو لاسونو ته ورغلی دی.

الفاشر ښار د دارفور په سیمه کې ستراتیژیک اهمیت لري او د دې ښار سقوط د سوډان روانې جګړې ته نوی بدلون ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button