سراج الحق: د «غزې سولې بورډ» د اسراییلو د دفاع لپاره جوړ شوی، د پاکستان ګډون د اصولي دریځ خلاف دی

کابل ټکی کام (جمعه، ۳ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج الحق ویلي، هغه څه چې د غزې د سولې لپاره د بورډ په نوم یادېږي، په حقیقت کې د اسراییلو د دفاع لپاره جوړ شوی چوکاټ دی.

د نوموړي په وینا، د ډونالډ ټرمپ په طرحه کې نه د فلسطین د ازادۍ یادونه شته او نه هم پکې د کوم فلسطیني استازي د ګډون نښه لیدل کېږي.

سراج الحق زیاته کړې چې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له احتمالي ګډون مخکې اولس او پارلمان باور کې نه اخیستل، د پارلمان سپکاوی دی. هغه پوښتنه کړې چې ایا دا ډول مهمو نړیوالو موضوعاتو کې بې سلا مشورې پرېکړې کول له ملي او ولسي مسؤلیتونو سره برابر دي که نه؟.

نوموړي همداراز ویلي، د غزې بې وسلې کول په دې معنا دي چې فلسطینیان دې د خپل احتمالي قتل عام په بهیر کې بې دفاع پاتې شي.

هغه ټینګار کړی چې د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ د اسراییلو د حکومت په شتون کې د پاکستان هر ډول ګډون د قائداعظم محمد علي جناح د فلسطین په اړه له روښانه او اصولي دریځ څخه ښکاره انحراف دی.

مربوطه مطالب

Back to top button