برازیل ولسمشر: ټرمپ غواړي “نوي ملګري ملتونه” جوړ او کنترول يې خپل لاس کې واخلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۴ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د برازیل ولسمشر لوئیس ایناسیو لولا دا سيلوا ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د اصلاح پر ځای هڅه کوي چې یو “نوي ملګري ملتونه” جوړ کړي او یوازې هغه یې مالک شي.
لولا ويلي چې ټرمپ په نړیوال سیاسي ډګر کې د څوګونې اړیکو پر ځای یوې اړخیزې نړیوالې مشرۍ ته لومړیتوب ورکوي.
نوموړي زیاته کړې چې نړۍ دا مهال له یوې ډېرې نازکې سیاسي مرحلې تېرېږي او د ملګرو ملتونو اصول او بنسټیز ارزښتونه له جدي ګواښ سره مخ دي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې په سویس کې د “سولې بورډ” په نوم نوې شورا جوړه شوه، چې ټرمپ او څو نورو مشرانو په کې برخه اخیستې ده، او هدف یې د سولې او ثبات هڅې دي.



