کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” په یوه رسمي اعلامیه کې خبرداری ورکړی، که چېرې متحده ایالات د ایران پر ضد هر ډول پوځي برید یا اقدام ترسره کړي، نو دوی به په سره سمندرګي او شاوخوا سیمو کې د امریکا د بار وړونکو کښتیو او پوځي بېړیو پر ضد عملیات وکړي او دغه هدفونه به «مشروع» وګڼي.
یحیی سریع، په خپلو څرګندونو کې ویلي: «موږ په سیمه کې د امریکا او د هغو د متحدینو ټول پوځي تحرکات له نږدې څارو او د ایران پر وړاندې د هر ډول تېري په صورت کې به مناسب ځواب ورکړو.»
نوموړي ټینګار کړی، چې د ایران پر ضد هر ډول پوځي اقدام به د سیمې پر امنیت مستقیم اغېز ولري او یمن به بېتفاوته پاتې نه شي.
دغه ګواښونه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د امریکا او ایران ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې ده او د یمن دریځ ښيي، چې دا کړکېچ ښايي د سیمې امنیتي وضعیت لا پسې ترینګلی کړي.


















