کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
چین خبرداری ورکړی هر هغه لوری چې دغه هېواد ته په کږه سترګه وګوري، د دویم وار کولو توان به ونه لري.
د چینایي چارواکو په وینا، دوی جګړه نه غواړي او له هېچا سره د شخړې هڅه نه کوي، خو که اړتیا پېښه شي، نو کولی شي خپل دښمن د تل لپاره له پښو وغورځوي.
که څه هم چین د کوم ځانګړي هېواد نوم نه دی اخیستی، خو دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د چین او امریکا ترمنځ د سیاسي او پوځي ترینګلتیاوو بحثونه ډېر شوي دي.
شنونکي وايي، دا ډول څرګندونې د دواړو قدرتونو ترمنځ د زیاتېدونکي رقابت ښکارندویي کوي.


















