کابل ټکی کام (دوشنبه، ۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۲۵۰ کورنۍ چې ټول شمیر يې ۱۳۶۱ تنه افغان مهاجرین کيدل هېواد ته راستانه شوي او ثبت شوي دي.
راپور کې راغلي چې د ټرانسپورټ او لېږد د کمېټې په مرسته ۳۶۵ کورنۍ او ۱۹۸۶ تنه په خوندي ډول خپلو ولایتونو ته انتقال شوي، او ورته مجموعي مالي مرسته ۴,۶۶۰,۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې ده. همدارنګه راستنېدونکو ته ۲۹۷ سیمکارتونه د وړیا دقیقو او انټرنېټي بستې سره توزیع شوي دي.
دغو کورنیو ته د بېلابېلو ولایتونو په کمپونو کې اړین روغتیايي، مالي او ټولنیز خدمات وړاندې شوي دي.


















