امریکا ته د ایران ګواښ؛ جګړه نه غواړو خو که برید وشو غاښ ماتونکی ځواب سره به مخ شئ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

ایران امریکا ته خبرداری ورکړی، چې جګړه نه‌غواړي؛خو که ورباندې وتپل شي، نو داسې ځواب به ورکړي چې تر ډېره به یې په یاد ولري.

ایراني چارواکو ویلي، چې امریکا دې دا ګمان نه‌کوي چې د هر ډول اقدام په صورت کې به ایران بې‌ځوابه پاتې شي.

د دوی په وینا، تهران بشپړ چمتو دی چې له واشنګټن سره سخته او پراخه مقابله وکړي.

ایران همداراز امریکا ته ګوتڅنډنه کړې چې که وضعیت ترینګلی شي، نو په سیمه کې به د امریکا هېڅ پوځي اډه په امن کې پاتې نه‌شي او ټولې به د ایراني پوځ هدف وګرځي.

ایراني لوري ټینګار کړی، چې دا څرګندونې د دفاعي دریځ له مخې دي او مسؤلیت به یې د کړکېچ پیل کوونکو پر غاړه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button