ذبیح الله مجاهد: جزا اصولنامه د شریعت پر بنسټ جوړه شوې او نه‌بدلېدونکې ده

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت ویاند “ذبیح الله مجاهد” بي بي سي پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د جزا اصولنامه د اړتیا له مخې او د اسلامي شریعت پر بنسټ جوړه شوې او په دې کې هېڅ حکم له ځانه نه دی جوړ شوی.

ښاغلي مجاهد ټینګار کړی،چې د جزا اصولنامه نه‌بدلېدونکې ده او هغه کسان چې په دې اړه پوښتنې یا اندېښنې لري باید د اسلامي شریعت ژوره مطالعه وکړي.

نوموړي همداراز ویلي چې پر دې قانون اعتراض نه‌شي کېدلی؛ خو په خبره یې اسلامي امارت چمتو دی،چې د جزا اصولنامې په اړه هر چا ته لازم وضاحت ورکړي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې چې دغه اصولنامه د ټولنې د نظم، عدالت او د شرعي احکامو د پلي کېدو لپاره مهمه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button