کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
په تهران کې د افغانستان د اسلامي امارت سفارت د هغه افغان ماشوم محمدآسیم او یو شمېر نورو هېوادوالو د وضعیت د څېړلو او مرستې لپاره بېړني اقدامات کړي، چې د راپورونو له مخې د ایران او ترکیې پر پوله د سختې یخنۍ له امله بند پاتې شوي وو. یاد ماشوم د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د سفارت د معلوماتو له مخې، لس تنه افغانان چې د سختې یخنۍ له امله د بدن په ځانګړي ډول د پښو له برخو د یخوهلو له جدي ستونزو سره مخ شوي وو، د سفارت د سرپرست له لوري ورسره لیدنه شوې او ډاډګیرنه ورکړل شوې ده. هغوی ته بېړنۍ روغتیايي اسانتیاوې او نغدي مرستې هم برابرې شوې دي.
سفارت ویلي، یاد زیانمن شوي افغانان به تر لومړنیو طبي مرستو وروسته ژر تر ژره هېواد ته ولېږدول شي، څو هلته یې د درملنې او نورې پاملرنې چارې تعقیب شي.


















