عزالدین الحداد: د حماس بې‌وسلې کېدو او د غزې د واک سپارلو وړاندیز رد کړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې “القسام” لېوا پیاوړي قومندان “عزالدین الحداد”وایي، چې دا ډله د ځینو حکومتونو هغه وړاندیز ردوي چې له مخې یې د حماس د بې‌وسلې کېدو له بهیر سره یوځای شي او په غزه کې هغه وضعیت ته د پای ټکی کېږدي چې حماس یې په ۲۰۰۸م کال کې د فلسطیني حکومت پر ضد د اقدام له لارې رامنځته کړ او تر هغې وروسته غزه د دې ډلې تر کنټرول لاندې ده.

الحداد ټینګار کړی، چې حماس به نه خپلې وسلې تسلیم کړي او نه به د غزې کنټرول پرېږدي، ځکه په وینا، وسله‌وال مقاومت د فلسطینیانو د حقونو د دفاع اساسي وسیله ده.

د ویلو ده، چې د حماس لوړ پوړی قوماندان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې ځینو هېوادونو او د فلسطیني ادارې مشر “محمود عباس” له حماس غورځنګ د بې وسلې کېدو غوښتنه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button