د اسلامي امارت زعیم: د علم خپرول د اسلامي نظام د بقا او پیاوړتیا اساسي شرط دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي امارت زعیم شيخ الحديث هبة اللّٰه اخندزاده د کندهار ولایت د ولسوالیو د علماوو په لویه غونډه کې د وینا پر مهال ويلي، چې علما د امت لارښودونکي دي او د دیني علم ساتنه او خپرول د اسلامي نظام د بقا او پیاوړتیا اساسي شرط دی.

نوموړي ټینګار کړی چې علما باید د منکراتو مخه ونیسي، د خلکو فکري او اخلاقي اصلاح ته کار وکړي او ټولنه د شرعي احکامو پر لور وهڅوي.

هغه همداراز د خلکو ترمنځ د اتحاد، اطاعت او مشورې پر اهمیت ټینګار کړی او ويلي دي چې د نظام ټینګښت د علماوو او مسؤلینو په ګډو هڅو پورې تړلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button