افغان پلاوي د دوه‌اړخیزو اقتصادي او صنعتي همکاریو د پراختیا لپاره بېلاروس ته سفر کړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د ملي پراختیا شرکت وياند نبي ارغنديوال وايي، چې د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي بېلاروس هېواد ته سفر کړی.

په دې پلاوي کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش، د بهرنیو چارو وزارت استازي او د ملي پراختیا شرکت تخنیکي ټیم شامل دی.

افغان پلاوي د بېلاروس د بهرنیو چارو، کرنې او صنعت وزارتونو چارواکو سره د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او تجارتي مسایلو په اړه کتنې ترسره کړي.

همدارنګه، پلاوي د بېلاروس له دولتي تصدیو او سترو صنعتي شرکتونو لکه MAZ، BELAZ، MTZ، AMKODOR، د ملي علومو اکاډمۍ او د مینسک الکتروتخنیکي فابریکې لیدنې او مذاکرات ترسره کړل او دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د صنعت، کرنیزو ماشین‌الاتو، ودانیزو توکو، خوړو خوندیتوب، عامې روغتیا او زده‌کړو په برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ او تخنیکي اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button