ذ.مجاهد: د پاکستان درې اسیر شوي نظامیان د سعودي په منځګړیتوب خوشې او راغلي پلاوي ته وسپارل شول

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي چې د اسلامي امارت د مثبتو بهرنیو اړیکو د تګلارې او د روژې مبارکې میاشتې ته د درناوي په موخه، د ورور هېواد سعودي عربستان غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړل شوی دی.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې دا پرېکړه د سعودي د مذاکراتي پلاوي د مېلمه‌پالنې په مناسبت شوې، چې پرون دوشنبه کابل ته راغلی و.

د مجاهد په وینا، هغه درې پاکستاني نظامیان چې د ۱۴۴۷ قمري کال د ربیع‌الثاني پر ۲۰ مه، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۲ نېټه له پاکستان سره د نښتو پر مهال اسیر شوي وو، خوشې کړل شول او د سعودي راغلي پلاوي ته وسپارل شول.

اسلامي امارت وایي، دا ګام د اسلامي او بشري ارزښتونو، د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړیکو د پیاوړتیا او د متقابل احترام د اصل پر بنسټ اخیستل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button