د سوډان پلازمېنه خرطوم کې هوایي بریدونه؛ ګڼ حکومت ضد وسله وال وژل شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ کب، ۱۴۰۴ل)

د سوډان پلازمېنې خرطوم کې د سختو نښتو په دوام، حکومتي ځواکونو هوایي بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې ګڼ حکومت ضد وسله وال وژل شوي دي.

د سوډاني پوځ ویاند “نبیل عبدالله” ویلي، چې دغه هوایي بریدونه د پوځ له لوري ترسره شوي او ادعا یې کړې چې شاوخوا ۱۳۰ هغه وسله وال یې وژلي چې د پارلمان ودانۍ یې محاصره کړې وه.

نوموړي زیاته کړې، پوځ توانیدلی چې ډیری هغه سیمې بېرته ونیسي چې وړمه شپه د چټک ملاتړ ځواکونو له لوري نیول شوې وې.

په خرطوم کې د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړې په وروستیو ورځو کې سختې شوي او دواړه لوري د مهمو حکومتي تاسیساتو د کنټرول لپاره هڅې کوي.

د ویلو ده، چې تر اوسه د نښتو د مرګ ژوبلې په اړه خپلواکو سرچینو کره معلومات نه دي خپاره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button