کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ کب، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي چې نن سهار شاوخوا لس بجې د پاکستان پوځي رژیم د درنې توپخانې (ډي سي توپ) مرمۍ د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د مهاجرینو پر پنډغالي وویشتلې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې برید کې درې ماشومان چې شاوخوا شپږ کلن وو، شهيدان شوي او درې نور کسان ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان په کندهار کې د راستنېدونکو کډوالو پر انځرګي کمپ ورته برید شوی و، چې په پایله کې یې درې تنه کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او دغه راز يې په تورخم کې هم عمري کمپ په نښه کړی و.


















