کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” د سمندري ځواک قوماندان “امیرالبحر عليرضا تنګسیري” ټینګار کړی، چې پر یرغلګرو پسې تړاو لرونکې هېڅ کښتۍ ته به د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو اجازه ور نه کړل شي.
تنګسیري خبرداری ورکړی، که څوک د ایران د دریځ په اړه شک لري، نو هرمز تنګي ته دې نږدې شي او خپله پایله دې وویني.
نوموړي ویلي، د ایران سمندري ځواکونه د هېواد د اوبو او ملي حاکمیت د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی لري.


















