کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۱ کب، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت مرستيال وياند مولوي حمدالله فطرت ویلي، تېره شپه شاوخوا ۴:۰۰ بجې د خوست ولایت د عليشېرو ـ تريزيو ولسوالۍ اړوند د صدقو کلي د بدرګې ګورګورې سيمه کې د پاکستاني پوځي رژيم له لوري د عامو خلکو پر کورونو او د کوچيانو پر خېمو توپونه او هاوانونه ویشتل شوي دي.
د دغه بريدونو په نتيجه کې د يوې کورنۍ څلور تنه، پکې ماشومان او یوه ښځه، شهيدان شوي او درې نور ماشومان ټپيان شوي دي.
ښاغلي فطرت زیاته کړې چې د کونړ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې هم د پاکستاني ځواکونو له خوا بریدونه شوي دي: د منورې ولسوالۍ په ۳۲ بېلابېلو سیمو کې مرمۍ لګېدلي، چې ځاني زیان نلري؛ د سرکاڼو ولسوالۍ په کلیو او بانډو، ګلاپړۍ، شونکړۍ، ګنجګل، ناوه، څپري او ناوي ساحو کې ۱۱۰ مرمۍ غورځېدلي، چې ځاني زیان نلري خو د جعفر په نوم یو وګړي کور تخریب شوی؛ ناړۍ ولسوالۍ په دوکلام، بریکوټ او څونګلي سیمو کې ۶۵ مرمۍ لګېدلي، چې ولسي خلکو ته مالي زیانونه اړولي؛ او خاص کونړ ولسوالۍ په لکې تیګي، لړم کڅ او شالۍ سیمو کې ۱۴ توپونه غورځېدلي، چې مالي او ځاني زیان نلري.


















