کابل ټکی کام (جمعه، ۲۲ کب، ۱۴۰۴ل)
باوري امنیتي سرچینې وایي چې افغان ځواکونو د پاکستان د پلازمېنې Islamabad په فیضاباد سیمه کې د «حمزه» په نوم یو پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
د سرچینو په وینا، دغه برید د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) له لارې ترسره شوی دی.
د معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې د اسلاماباد د حمزه بیس قومنداني او یو بل مهم پوځي مرکز هدف ګرځول شوي دي.
سرچینې زیاتوي چې بریدونه درانه تلفات لري، خو د زیانونو کره شمېر تر اوسه نه دی روښانه شوی.
تر دې مهاله د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه جزییات رسنیز شوي نه دي او نه هم د دواړو لورو رسمي سرچینو په دې اړه څه ویلي دي.


















