کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۵ وری، ۱۴۰۴ل)
د ایران دفاعي ځواکونو ويلي، چې په اشغالي فلسطین کې د اسرائیلو پر پوځي مرکزونو او سیمه کې پر امریکايي اډو د «وعده صادق» عملیاتو په لړ کې (۸۰مه څپه) پیل کړې ده.
د ایران د انقلابي ګارډ قول اردو وايي، په دې بریدونو کې د اسرائیلو د شمال ستراتیژیک هدفونه د بالستیک توغندیو په وسیله په نښه شوي دي.
په ورته مهال د ایران دفاعي ځواک د امریکا د اوربند په نوم هڅې ناکامې بللې او ویلي یې دي چې واشنګټن دې خپلې ناکامۍ ته د بریا رنګ نه ورکوي، ځکه د دوی په وینا «غولوونکې ژمنې نور پای ته رسېدلې».
د خاتم الانبیاء قول اردو ویاند امریکا ته په خبرداري کې ويلي، چې په سیمه کې به د واشنګټن د نفوذ او پانګونې دوره پای ته رسېږي او د تېلو هغه بیې چې امریکا ورسره اشنا وه، نور به نه تکرارېږي.
















