د ریښتینې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو اشغالي فلسطین کې مهم اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۷ وری، ۱۴۰۵ل)

ایراني ځواکونو تېره شپه د «ریښتینې ژمنې» عملیاتو په دوام کې د اشغالي فلسطین په بېلابېلو سیمو کې د صهیونیستي رژیم پر مهمو اهدافو بریدونه کړي دي.

د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي، چې پکې پوځي تاسیسات، د څارنې مرکزونه او نور ستراتیژیک هدفونه په نښه شوي دي.

ایراني چارواکو ویلي، چې دا عملیات د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ترسره کېږي او ټینګار یې کړی، چې د دوی پوځي اقدامات به تر هغه دوام وکړي، څو د دوی په وینا “ګواښونه” له منځه ولاړ شي.

بلخوا، د صهیونیستي رژیم له لوري تر اوسه د دغو بریدونو د دقیقو پایلو په اړه بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي، خو ځینو سرچینو د چاودنو او د خطر زنګونو د غږېدو خبر ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button