کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۵ل)
کابل ټکی کام ادارې په خواشینۍ خبر تر لاسه کړ چې پیاوړی استاد، لیکوال او ژباړن پوهنمل جان محمد «زاهدي احمدزی» په حق رسېدلی.
مرحوم زاهدي احمدزی صاحب تر ۲۵۰ زیات کتابونه لیکلي/ژباړلي وه او زیاتره یې د اسلامي نظـام په مزایاوو، د غربي نظامونو په ایجاد، د کورني ژوند په اصلاح او فقهي مباحثو راڅرخېدل، همدارنګه یو – دوه یې په اختلافي موضوعاتو کې هم لیکلي و ځکه چې په پښتني ټولنه کې یې تشه ډېره زیاته احساس کیده، د استاد هر کتاب د ژور تحقیق او غوره انتخاب په پایله کي لیکلی/ژباړلی وو.
کابل ټکی کام د مرحوم کورنۍ، شاګردانو او دوستانو ته د دې ستر غم له امله د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي او الله تعالی څخه ورته د جنت الفردوس دعا کوي.
إِنَّـا لِـلَّـهِ وَ إِنَّـا إِلَـیْـهِ رَاجِـعُـونَ


















