نیمروز کې ۹۱۵۵ کیلوګرامه قاچاقي درمل له منځه یوړل شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۲ وری، ۱۴۰۵ل)

د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د ابتدائیه محکمې د حکم او د ا.ا.ا د زعيم د فرمان له مخې ۹۱۵۵ کیلوګرامه قاچاقي انساني او حیواني درمل له منځه یوړل شول.

مسوولین وايي، دغه درمل د خاشرود ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ او د زرنج–دلارام د لویې لارې امنیتي ځواکونو له خوا په بېلابېلو سیمو کې کشف او ضبط شوي وو چې له حقوقي طی مراحلو وروسته د محکمې د پرېکړې پر اساس د سوځولو له لارې له منځه یوړل شول.

مربوطه مطالب

Back to top button