کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال “اسحاق ډار” د ایران او امریکا ترمنځ د روانو خبرو په اړه ویلي، دواړه لوري باید د اوربند په تړاو پر خپلو ژمنو ټینګ پاتې شي.
نوموړي څرګنده کړې چې پاکستان به په راتلونکو ورځو کې هم د ایران او امریکا ترمنځ د اړېکو او مذاکراتو د اسانتیا لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.
د ده په وینا، سیمه ییز ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی او باید د خبرو له لارې لا پیاوړی شي.
اسحاق ډار هیله ښودلې چې دواړه لوري به د دوامدارې سولې لپاره خپل مثبت دریځ وساتي او له شته فرصتونو څخه به د کړکېچ د کمولو په موخه ګټه واخلي.


















