کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۵ل)
د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ “حزب الله” ادعا کړې، چې ځواکونو یې په جنوبي لبنان کې په اشغالګر صهیونیستي پوځ مرګوني بریدونه کړي دي.
حزب الله اسلامي غورځنګ په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دښمن د سرتېرو یو تجمع یې د یرعون په مېشت ځای کې د بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) په وسیله په نښه کړی دی.
په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا برید د دښمن د تحرکاتو په غبرګون کې ترسره شوی او زیاته شوې چې د دوی ځوابي عملیات به دوام ولري.
حزب الله ټینګار کړی چې د اشغالګرو پر وړاندې به خپلې حملې لا پراخې کړي او د هر ډول تېري په مقابل کې به قوي ځواب ورکړي.


















