مسؤولين: بدخشان کې به د پامیر لېسې کمپلکس د جوړېدو چارې نږدې راتلونکي کې پيل شي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۵ل)

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت یو پلاوي او د قرغیزستان سفیر صدیقوف کاردقون په بدخشان ولایت کې د پامیر لېسې د کمپلکس د جوړېدو په اړه له والي سره ناسته کړې ده.

چارواکي وایي، قرغیزستان د دې پروژې ملاتړ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو نښه بللې ده. همداراز تخنیکي ټیمونو د پروژې ټاکل شوې سیمه له نږدې ارزولې او تمه ده چې د معیارونو له مخې به یې عملي چارې په نږدې راتلونکې کې پیل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button