ټولګټو وزارت: د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره رغنیزې چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۵ل)

د ټولګټو وزارت وایي، د کابل – غزني لویې لارې د دویم لین څلورم لاټ چې ۲۲.۳ کیلومتره اوږدوالی لري، د رغونې چارې د وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ له قرارداد وروسته پیل شوې او اوس مهال عملاً روانې دي.

د وزارت په وینا، په دې پروژه کې د دوو لویو پلونو، ۱۷۴ پلګوټو، سنګ‌کاري دېوالونو او کانکریټي ویالو جوړول شامل دي.

همداراز ویل شوي چې د سړک د هموارۍ او ځینو پلګوټو د کیندلو چارې هم جریان لري، او پاتې برخې به هم په تدریجي ډول بشپړې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button