کورنیو چارو وزارت: د نشه‌يي توکو یوه اندازه مواد او د الکولي مشروباتو دوه کارخانې کشف او ضبط شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۵ل)

د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مرستیال رحیم‌الله بریال وایي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په کابل، کندهار او غزني ولایتونو کې د جلا عملیاتو پر مهال د نشه‌يي توکو یوه اندازه مواد او د الکولي مشروباتو دوه کارخانې کشف او ضبط کړې دي.

د هغه په وینا، په کابل کې ۶۶۳۶ نشه‌يي ټابلیټونه او په کندهار کې له ۲۲ کیلوګرامو چرسو سره تر ۳۰۰۰ زیات ټابلیټونه نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په غزني کې د پلټونکو عملیاتو پر مهال د الکولي مشروباتو د تولید دوه کارخانې هم موندل شوې دي.

د ده په وینا، د دغو قضیو په تړاو ۹ تنه نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button