سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۵ل)
د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ویلي چې د ایران د بندرونو د کلابندۍ پراخ سمندري عملیات په پوره شدت سره روان دي زياتوي چې په دې عملیاتو کې له ۱۰ زرو څخه زیات سمندري ځواکونه، مارینز او هوایي پرسونل برخه لري.
د معلوماتو له مخې، امریکا د دې ماموریت لپاره لسګونه جنګي کښتۍ او ګڼې الوتکې په سیمه کې ځای پر ځای کړې دي.
سېنټکام وايي، چې د عملیاتو په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې هېڅ کښتۍ ونه توانېده چې د امریکا له کلابندۍ تېره شي، او شپږ سوداګریزې کښتۍ بېرته د عمان خلیج ته ستنې شوې دي.
امریکا ټینګار کړی چې دا بندیز پر ټولو هغو کښتیو پلي کېږي چې ایراني بندرونو ته ننوځي یا ترې وځي، پرته له دې چې د کوم هېواد وي.
همداراز ویل شوي چې د هورمز له تنګي څخه د غیر ایراني کښتیو د تګ راتګ ازادي خوندي ساتل کېږي.



