کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۶، وری، ۱۴۰۵ ل)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، په یوه وروستۍ سیاسي غونډه کې د اسرائیل پر وروستیو پوځي اقداماتو سختې نیوکې وکړې او د منځني ختیځ د روان وضعیت په اړه یې ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
اردوغان وویل چې اسرائیل نه یوازې په لبنان کې خپل پوځي تحرکات زیات کړي، بلکې د سیمې په نورو برخو کې هم د تاوتریخوالي د پراخېدو هڅه کوي. د هغه په وینا، دا اقدامات د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.
نوموړي ټینګار وکړ چې ترکیه به د مظلومو ملتونو ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه: “لکه څنګه چې موږ مخکې په لیبیا او قره باغ کې مداخله کړې، که اړتیا شي، کولای شو اسرائیل کې هم مداخله وکړو.
دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې دي چې په سیمه کې سیاسي او پوځي کړکېچونه زیات شوي او د نړیوالو قدرتونو ترمنځ سیالۍ هم پراخې شوې دي.
سیاسي شنونکي باور لري چې د اردوغان دا ډول دریځ د ترکیې د فعالې بهرنۍ پالیسۍ څرګندونه کوي، چې هڅه کوي ځان د اسلامي نړۍ د مهم مدافع په توګه مطرح کړي. خو یو شمېر کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا ډول توندې څرګندونې ښايي د سیمې کړکېچ لا پسې ژور کړي.
په همدې حال کې، ترکیې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د سیمې د شخړو د حل لپاره جدي او عملي ګامونه واخلي، څو د جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي.
















