سرچینې:د ایران- امریکا دوهم پړاو مذاکرات هم اسلام اباد کې کیږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ وری، ۱۴۰۵ل)
رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چي د ایران-امریکا ترمنځ به د مذاکراتو دوهم پړاو دا اونۍ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کي پیل شي او د دواړو هېوادونو مذاکراتي ټیمونه به پکې ګډون وکړي.
د ویلو ده، چې د لومړني پړاو مذاکراتو په اړه ویل شوې وه، چې بې له کومې پایلې پای ته رسېدلي؛ خو وروسته بیا امریکایي او ایراني چارواکو وویل، چي مذاکرات نه دي ناکامه شوي، بلکې د غوښتنو منلو په برخه کې د دواړو لوریو ترمنځ اختلاف نظر شتون لري.



