کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ په ولیانو کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه د ۳۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د چارواکو په وینا، په دې شبکه کې د ۲۰ متر مکعب په ظرفیت د پاکو اوبو ذخیره، د ۳۸۷۶ مترو پایپ غځول او د ۵۵ شیردهنونو نصب شامل دي.
د دې پروژې پر مهال لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او ۹۳ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو لاسرسی برابر شوی دی.
همدارنګه په غزني ولایت کې د ناوې او آب بند ولسوالیو کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درې شبکو د جوړولو چارې پیل شوې دي زياتوي چې د دې پروژو له بشپړېدو سره به ۸۶۵ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
















