کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
بهرنیو رسنیو د دیپلوماتیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اروپايي ټولنه غواړي په راتلونکو څو اونیو کې د افغانستان د اسلامي امارت حکومت یو تخنیکي پلاوی بروکسیل ته د خبرو لپاره ور وبلي.
د راپور له مخې، د دې سفر اصلي موخه د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع ده چې په اروپايي هېوادونو کې یې د پناه غوښتنې رد شوې دي.
سرچینې وایي، دغه پلاوی به تخنیکي او مسلکي بڼه ولري او د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر، د کابل هوايي ډګر د الوتنو ظرفیت او د ستنېدونکو کسانو د وضعیت په اړه به خبرې وکړي. ویل کېږي چې دا بلنه لا رسمي نه ده شوې، خو تمه ده چې تر اوړي مخکې ترسره شي.
د راپورونو له مخې، ځینې اروپايي هېوادونه په ځانګړي ډول له ۲۰۲۴ کال راهیسې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پروسه چټکه کړې ده، چې له امله یې د بشري حقونو د سازمانونو اندېښنې هم راپورته شوې دي.
اروپايي ټولنه لا هم د اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د تماس او خبرو اترو لړۍ یې روانه ساتلې ده.
















