کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱ غویی، ۱۴۰۵ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزی، د بلاروس د صنعت له وزیر اندری یوګنیویچ کوزنتسوف سره د ډیزلو او پټرولو د پېرلو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، دا لیدنه د دوشنبې په ورځ، د وري په ۳۱مه، په ازبکستان کې شوې ده.
وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې عزیزی په دې کتنه کې د بلاروس پانګهوال هم وهڅول چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
نورالدین عزیزی د نړیوال صنعتي نندارتون د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی و. د یاد نندارتون پر مهال د افغانستان یو شمېر کورني محصولات هم نندارې ته وړاندې شوي دي.
دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا او اسرائیل له ایران سره د جګړې او د هرمز تنګې د بندېدو له امله د افغانستان په بازارونو کې د تېلو بیې يو څه لوړې شوې دي.
















