قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ غویی، ۱۴۰۵ل)

استانه نیوز راپور ورکړی چې قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د همکاریو د پراخېدو او د توکو د لېږد په کچه کې زیاتوالی راولي.

د راپور له مخې، دا موضوع په استانې ښار کې د اوسپنې پټلۍ د همکاریو سازمان (OSJD) د ناستې په څنډه کې ارزول شوې ده.

په یاده ناسته کې افغان او قزاقستاني چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل پټلۍ په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا بحثونه کړي دي.

چارواکو ټینګار کړی چې د رېل پټلۍ پراختیا کولی شي د سیمې د ترانزیټ او سوداګرۍ لپاره مهم فرصتونه رامنځته کړي.

د معلوماتو له مخې، دواړو لورو د توکو د لېږد د زیاتوالي او د ټرانسپورتي اسانتیاوو د ښه والي پر اړتیا هم خبرې کړې دي، چې موخه یې د اقتصادي همکاریو پراخول او د سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا بلل شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button