کابل ټکی کام (شنبه، ۵ غویی، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند “ذبیحالله مجاهد” ویلي، چې افغانستان هڅه کوي له نړۍوالو هېوادونو سره خپلې ډیپلوماتیکې اړېکې لا پراخې او پیاوړې کړي.
مجاهد په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې بهرنیو چارو وزارت توانېدلی د افغانستان سیاسي استازولۍ په څه باندې ۴۰ هېوادونو کې فعالې وساتي، چې دا د بهرني سیاست په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي.
نوموړي ټینګار کړی، چې له بېلابېلو هېوادونو سره رغنده تعامل د حکومت د بهرني سیاست له اساسي لومړیتوبونو څخه دی، او کابل هڅه کوي چې د متقابل درناوي پر بنسټ خپلې اړېکې لا پسې پراخې کړي.
هغه دا هم زیاته کړې، چې افغانستان غواړي له نړیوالې ټولنې سره په اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو برخو کې همکاري زیاته کړي.


















