کابل ټکی کام (دوشنبه، ۷ غویی، ۱۴۰۵ل)
د رسنیو د راپورونو له مخې، ایران د پاکستان له لارې منځګړو ته د امریکا سره د احتمالي مذاکراتو لپاره د درې پړاونو نوې طرحه سپارلې ده. ویل کیږي، تهران ټینګار کړی چې که واشنګټن دغه چوکاټ ومني، نو د خبرو اترو د بیا پیل زمینه به برابره شي.
د راپور له مخې، د طرحې په لومړي پړاو کې د جګړې درول او دا تضمین شامل دي چې پر ایران او لبنان به بیا پوځي بریدونه نه ترسره کیږي. په دې مرحله کې به پر نورو موضوعاتو خبرې نه کیږي.
په دویم پړاو کې د هرمز تنګي د ادارې د تنظیم په اړه د عمان په ګډون خبرې اترې وړاندیز شوې دي، ترڅو ورته نوی قانوني چوکاټ جوړ شي. د طرحې درېیم پړاو کې به د ایران اټومي موضوع تر بحث لاندې راځي، خو تهران ویلي تر هغو چې د لومړیو دوو پړاوونو هوکړه نه وي شوې، اټومي مذاکرات به نه پیلوي.


















