جوزجان کې درې جلا ترافیکي پېښو کې دوه کسان مړه او پنځه نور ټپیان شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د جوزجان ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان، چې یوه یې ۱۱ کلنه نجلۍ ده، ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.
د جوزجان د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي، یادې پېښې د مردیان او خانقاه ولسوالیو او همداراز د ولایت په مرکز کې رامنځته شوې دي. د مسوولانو په وینا، ټپیان د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
چارواکي زیاتوي، د دغو ترافیکي پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعت کول وو.
هغوی له موټر چلوونکو غوښتي چې د سړکونو پر مهال ترافیکي اصول په جدي ډول مراعت کړي.



