پر لبنان د صهیونیستي ريژیم هوایي بریدونه؛ ۲۶ تنه شهیدان شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
د لبنان په جنوب کې د صهیونیستي رژیم له لوري د اوربند سرغړونې لا هم دوام لري.
المیادین شبکې راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله ۲۶ تنه شهیدان شوي دي.
په ورته مهال د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې د صهیونیستي ریژیم د بریدونو ته یې غبرګون ښودلی، ګڼ توغندي یې په اشغالي فلسطین ویشتلي او په جنوبي لبنان کې یې د اشغالګر پوځ دوه شوبلې او یو بیلدوزر له مینځه وړي، چې په پایله کې یې ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button