د کندز د سرو زرو کان د استخراج تړون د څه باندې ۲۰ میلیونه ډالرو په پانګونه لاسلیک شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د کندز ولایت د قلعهزال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون د ۲۰ میلیونه او ۲۴۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره د سبحان مومند شرکت او د اذربایجان د ریف ګروپ LLC شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
د وزارت په وینا، دغه کان ۵.۹۷ کیلومتره مربع مساحت لري او تړون یې د پنځو کلونو لپاره د اذربایجان او قرغیزستان د سفیرانو په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري له لوري لاسلیک شو.
د یاد شرکت مسؤلینو ژمنه کړې، چې د ۳۰ سلنه رویالټۍ د ورکړې ترڅنګ به ۲۰۰ زره ډالر په ټولنیزو خدماتو ولګوي او په مستقیم او غیرمستقیم ډول به ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.



