پر لبنان د اسراییلو بریدونه؛ د شهیدانو شمېر ۶۰ ته ورسېد

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۰ غویی، ۱۴۰۵ل)
د لبنان روغتیايي سرچینو ویلي، چې د اسراییلو د تازه هوايي بریدونو له امله د لبنان په بېلابېلو سیمو کې د شهیدانو شمېر ۶۰ تنو ته رسېدلی او سلګونه نور کسان ټپیان شوي دي.
راپورونه وایي، چې دغه بریدونه د لبنان پر جنوبي سیمو، بقاع او د بیروت پر ځینو څنډو ترسره شوي، چې پکې د استوګنې کورونه او ملکي تاسیسات هم زیانمن شوي دي.
د ژغورنې ډلو لا هم تر نړېدلو ودانیو لاندې د قربانیانو د لټون عملیات روان ساتلي دي.
بلخوا، د لبنان چارواکو او ګڼو نړیوالو بنسټونو پر ملکي سیمو بریدونه غندلي او د تاوتریخوالي د ژر بندېدو غوښتنه یې کړې ده.



